کوټه (وېب نیوز) د زیارت د کلیئرنس عملیاتو وروسته که څه هم د بلوچستان حکومت عملیات بریالي وبلل او د ګڼو ترهګرو د وژلو ادعا یې وکړه، خو وروسته د ورک شویو پولیسو د جسدونو موندلو خبرونو د ولس په منځ کې ګڼې پوښتنې راولاړې کړې. عام خلک او د شهیدانو کورنۍ پوښتنه کوي چې که عملیات بریالي وو، نو تښتول شوي پولیس ولې ژوندي ونه ژغورل شول؟ همدارنګه د هنه اوړک د تښتول شویو کسانو د نه موندلو په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي. ولس د پېښې د شفافو پلټنو، حقایقو د څرګندولو او د راتلونکو ورته پېښو د مخنیوي لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کوي.
