راولپنډۍ (وېب نیوز) د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې مشر لېفټننټ جنرال احمد شریف چوهدري ویلي، په تېرو څلورو ورځو کې په بلوچستان کې د ترهګرۍ درې لویې پېښې شوې چې پکې ۴۲ قیمتي انسانان شهیدان شول، خو د امنیتي ځواکونو، پولیسو او نورو قانون پلي کوونکو ادارو په عملیاتو کې ۵۴ ترهګر ووژل شول. نوموړي وویل چې د ترهګرو موخه د بې ګناه ولس ترمنځ وېره خپرول وو او د دغو بریدونو تر شا د هند لاس دی. هغه زیاته کړه چې په هنه اوړک، مانګي ډېم، بیله، خاران او دالبندین کې ترسره شوو عملیاتو کې ګڼ ترهګر له منځه وړل شوي او د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو پر ضد به عملیات تر بشپړې کامیابۍ دوام ولري. نوموړي ټینګار وکړ چې د بلوچستان امن، پرمختګ او سوکالي به هېڅکله د ترهګرو قرباني نه شي.
