پاکستان ۹ جولائی ۲۰۲۶

د پاکستان پر اقتصادي اصلاحاتو نړیوال باور پیاوړی شوی، اقتصادي وضعیت په دوامداره توګه ښه کېږي محمد اورنګزیب

اسلام‌آباد (وېب نیوز) د پاکستان د خزانې وزیر سناتور محمد اورنګزیب ویلي چې د هېواد پر اقتصادي اصلاحاتو، مالي نظم او اقتصادي ثبات نړیوال باور لا زیات شوی دی. نوموړي د له پلاوي سره په لیدنه کې وویل چې د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال له بودجې وروسته د هېواد اقتصادي شاخصونه په څرګند ډول ښه شوي، انفلاسیون کم شوی، د بهرنیو اسعارو زېرمې زیاتې شوې، بهرنی سکتور پیاوړی شوی او د پانګه‌والو باور هم لوړ شوی دی. هغه زیاته کړه چې د مالیاتو، انرژۍ، خصوصي کولو، حکومتولۍ او دولتي ادارو په برخو کې اصلاحات روان دي، او نړیوالې ادارې هم د حکومت اقتصادي اصلاحات او مالي ثبات ستایلی دی.