کوټه (وېب نیوز) د خضدار د شهزاد سټۍ په سیمه کې د قبایلي او سیاسي شخصیت میر شفیق مېنګل پر استوګنځي وسله والو برید کړی، چې له دوو څخه زیاتو چاودنو او سختو ډزو وروسته یې په سیمه کې وېره او ګډوډي رامنځته کړې ده. لومړنیو راپورونو له مخې بریدګرو د کور اصلي دروازه په چاودنه والوزوله او د مورچو د نیولو هڅه یې وکړه. سرچینې وایي چې میر شفیق مېنګل له برید څخه روغ وتلی، خو د هغه یو نږدې خپلوان ټپي شوی دی. امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د برید د څرنګوالي او بریدګرو په اړه پلټنې روانې دي.
