کوټه (وېب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که ایران خبرې کول غواړي نو کولی شي، خو د ده په اند دغه مذاکرات نور د وخت ضایع کول دي. نوموړي په ترکیه کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د خپل ژوند په اوږدو کې یې ډېر بریالي تړونونه کړي، خو د ایران سره موضوع بېله ده. هغه پر ایران تور ولګاوه چې له خپل ولس سره سخت چلند کوي او زیاته یې کړه چې د مذاکراتو له بریا نور هېڅ هیله نه لري. ټرمپ وویل، که امریکایي مرکچیان خبرو ته دوام ورکول غواړي، دا د هغوی پرېکړه ده، خو دی شخصاً د دغو خبرو د بریا هیله نه لري.
