مقامی ۹ جولائی ۲۰۲۶

په کوټه کې د شهیدانو د کورنیو دوه لوی پرلتونه روان دي، د ښار ټرافیک سخت اغېزمن شوی

کوټه (وېب نیوز) د زیارت او هنہ اوړک د پېښو پر ضد په کوټه کې د شهیدانو د کورنیو دوه لوی احتجاجي پرلتونه دوام لري چې له امله یې د ښار ټرافیکي نظام سخت ګډوډ شوی دی. د زیارت د پېښې د شهیدو پولیسو کورنیو د ډبرو سکرو تمځای ته څېرمه د مړو له اېښودو سره احتجاج پیل کړی، په داسې حال کې چې د هنہ اوړک د شهیدانو خپلوان د پنځمې ورځې لپاره هم د هوایي ډګر پر سړک پرلت ته دوام ورکوي. مظاهره چیان د پېښې د مسؤلینو نیول، د ورک شویو کسانو موندل او د انصاف غوښتنه کوي. د دواړو پرلتونو له امله د ښار مهمې لارې تړل شوې او ټرافیک سخت اغېزمن شوی، بلخوا پولیس، ایف سي، لیویز او نورو امنیتي ادارو امنیتي تدابیر لا سخت کړي او له خلکو یې غوښتي چې له غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي او بدیلې لارې وکاروي.