پاکستان ۹ جولائی ۲۰۲۶

په ډېره اسماعيل خان کې د دوو ډلو ترمنځ نښته، ۶ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي

کوټه (وېب نيوز) د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان ولسوالۍ د پنياله تحصيل شاه حسن خېل سيمه کې د دوو ډلو ترمنځ د پخوانۍ دښمنۍ له امله په شوې وسله واله نښته کې ۶ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي. د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم پوليسو سيمه کلابنده کړه او د امنيت د ټينګښت لپاره يې عمليات پيل کړل. د پوليسو په وينا، د دواړو ډلو ترمنځ په وقفه يي ډول ډزې روانې وې چې له امله يې په سيمه کې ويره خپره شوه. ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او پوليسو د پېښې رسمي پلټنې پيل کړې دي، همدارنګه د امنيت د ټينګښت لپاره نور امنيتي ځواکونه هم سيمې ته رسېدلي دي.