جهل مګسي (وېب نيوز) د جهل مګسي ولسوالۍ کې د احتمالي بريد د ګواښ له امله امنيتي الرټ جاري شوی او د حساسو ځايونو ساتنه نوره هم پياوړې شوې ده. د سرچينو په وينا، د تېرو بريدونو په رڼا کې امنيتي ځواکونو ګزمې زياتې کړې دي، خو تر اوسه اړوندو چارواکو رسمي بيان نه دی خپور کړی. سرچينې وايي چې د بلوچستان پخواني والي نواب ذوالفقار علي مګسي هم د مګسي قبيلې خلکو ته د بشپړ هوښيارۍ او احتياطي تدبيرونو خپلولو سپارښتنه کړې ده. بل لور ته، د سيمې خلکو له حکومت او امنيتي ادارو غوښتي چې د امنيت د ټينګښت او د خلکو د ژوند او مال د خونديتوب لپاره دې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
