کوټه (وېب نیوز)د بلوچستان د وزيراعلیٰ د اطلاعاتو او سياسي چارو سلاکار شاهد رند ويلي، د وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي په ځانګړې لارښوونه د زيارت د شهيدو پوليسو د هرې کورنۍ لپاره د يوولس کروړه او يوولس لکه روپيو (۱ کروړ ۱۱ لکه) مالي معاوضې د ورکړې امرونه جاري شوي دي. هغه وويل، حکومت دا هڅه کوي چې د شهيدانو کورنيو ته مالي مرسته د هغوی تر کورونو ورسوي او ټول اداري او مالي پړاوونه په بېړنۍ توګه بشپړ شوي دي. شاهد رند زياته کړه چې د بلوچستان حکومت به د شهيدانو قربانۍ هېڅکله هېرې نه کړي، د هغوی د کورنيو سرپرستي، د ماشومانو د تعليم لګښتونه او نورې اړينې مرستې به په بشپړه توګه پر غاړه اخلي. هغه وويل، که څه هم مالي معاوضه د انساني ژوند بديل نه شي کېدای، خو حکومت د غمځپلو کورنيو ترڅنګ ولاړ دی او د هغوی د هر ډول ملاتړ لپاره به خپلې ټولې وسيلې وکاروي.
