پاکستان ۱۰ جولائی ۲۰۲۶

د برېښنا د وېش د درېیو شرکتونو د خصوصي کولو بهیر پیل شو.

کوټه (وېب نیوز) د انرژۍ وفاقي وزیر اویس لغاري اعلان کړی چې د برېښنا د وېش د درېیو شرکتونو د خصوصي کولو بهیر پیل شوی دی. د هغه په وینا، د اصلاحاتو له امله د برېښنا ضایعات، مالي تاوانونه او ګردشي پورونه په څرګند ډول کم شوي دي.