کوټه (وېب نیوز) د مانګي ډېم پر پولیس سټېشن له ترهګریز برید وروسته د پاکستان پوځ، ایف سي او بلوچستان پولیسو ګډ «شعبان عملیات»* دوام لري. د امنیتي سرچینو په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور ۱۷ ترهګر وژل شوي دي او د عملیاتو پر مهال د وژل شویو شمېر ۴۳ ته رسېدلی دی. سرچینې وایي چې د جولای له ۵مې نېټې راهیسې د شعبان عملیاتو او نورو استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې ټولټال ۷۹ ترهګر وژل شوي دي.
