کوټه(نوې ژوند وېب نیوز)د بلوچستان حکومت د مانګي ډیم پر پولیسي پوستې د شوي وسلهوال برید تفصیلي پلټنیز راپور خپور کړی، چې له مخې یې په برید کې ۲۷ پولیس سرتېري شهیدان شوي او د امنیتي ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې ۱۵ وسلهوال وژل شوي دي. د راپور له مخې، استخباراتي ادارو د برید له وړاندې د احتمالي ګواښ خبر ورکړی و، چې له امله یې پوستې ته اضافي سرتېري او وسلې رسول شوې وې. راپور زیاتوي چې پولیسو د مهماتو تر ختمېدو پورې په مېړانه مقاومت وکړ. حکومت وایي د سیمې غرنی او ستونزمن جغرافیه د مرستندویه عملیاتو پر وړاندې لوی خنډ و، خو وروسته ایف سي او پاک پوځ په سیمه کې پراخ چاڼیز عملیات پیل کړي، چې د وسلهوالو تر بشپړې له منځه وړلو پورې به دوام ولري. په راپور کې ویل شوي چې شته شواهد د شهیدو سرتېرو زړورتیا او مسلکي مسؤلیت څرګندوي، او وزیراعظم شهباز شریف هم د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو د دوام ژمنه کړې ده.
