پاکستان ۱۵ جولائی ۲۰۲۶

د مولانا فضل الرحمن بيان هندي رسنۍ د پاکستان پر ضد کاروي، طارق فضل چوهدري

کوټه (وېب نیوز) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري ويلي، هندي رسنۍ د مولانا فضل الرحمن وروستی بيان د پاکستان پر ضد د تبليغاتو لپاره کاروي. هغه وويل، د نظر اختلاف د جمهوريت ښکلا ده، خو د ملي امنيت، وسله‌والو ځواکونو او شهيدانو په اړه هېڅ ډول جوړجاړی د منلو وړ نه دی. نوموړي په اېکس (X) کې په خپل بيان کې وويل چې د مولانا فضل الرحمن د بيان په پلمه د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو او شهيدانو پر ضد منفي پروپاګنډه روانه ده، چې له امله يې دښمنو رسنيو ته د پاکستان ضد بيانيې د خپرولو فرصت برابر شوی دی. هغه زياته کړه، زموږ شهيدان او د هېواد پر پولو ولاړ سرتېري د ټول ملت وياړ دي او د وطن د ساتونکو قربانۍ بايد د سياسي اختلافاتو قرباني نه شي. طارق فضل چوهدري ټينګار وکړ چې د شهيدانو د درناوي او د هېواد د دفاع په اړه بايد داسې دريځ ونه نيول شي چې د دښمن په ګټه تمام شي.