پاکستان ۱۵ جولائی ۲۰۲۶

شهیدان زموږ د سر تاج دي، د جې یو آی مشر سناتور کامران مرتضیٰ

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام (ف) سناتور کامران مرتضیٰ ویلي چې شهیدان زموږ د سر تاج دي او د خپلو بچیانو او وروڼو په شان زموږ لپاره د درناوي وړ دي. هغه د مولانا فضل الرحمن د وروستي بیان وضاحت هم وړاندې کړ او ویې ویل چې د مولانا مقصد دا و چې پوځ د ټولو ګډه اداره ده او شهیدان د ټول ملت ګډ شهیدان دي.کامران مرتضیٰ د یوې ټلوېزیوني مرکې پر مهال وویل، مولانا فضل الرحمن همدا خبره کړې چې پوځ یوازې د یوه ګوند نه، بلکې د ټول هېواد پوځ دی او شهیدان د ټولو ګډ ویاړ دي.بل لوري ته د دولت وزیر بیرسټر عقیل ملک وویل چې د مولانا فضل الرحمن څرګندونې مناسبې نه وې او د جې یو آی مشر باید پر خپلو خبرو بخښنه وغواړي.