پاکستان ۱۵ جولائی ۲۰۲۶

مسلم لیګ (ن) او پي ټي آی سبا د سپیکر په دفتر کې پر مذاکراتو سلا شول

کوټه (وېب نیوز) پاکستان مسلم لیګ (ن) او پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) هوکړه کړې چې سبا به د قومي اسمبلۍ د سپیکر په دفتر کې د مذاکراتو لپاره سره کښېني. د رسنیو د راپور له مخې، د جیو نیوز په یوه پروګرام کې د دولت وزیر بیرسټر عقیل ملک تحریک انصاف ته د خبرو بلنه ورکړه، چې د ګوند استازي شفقت عباس اعوان ومنله. بیرسټر عقیل ملک وویل، نن شپه به د قومي اسمبلۍ له سپیکر سردار ایاز صادق سره اړیکه ونیسي، څو سبا د مذاکراتو رسمي پیل یقیني کړي. بل لوري ته شفقت عباس اعوان وویل چې محمود خان اڅکزی، راجا ناصر عباس او د تحریک انصاف لوړپوړي مشران به سبا د سپیکر دفتر یا د کمېټې خونې نمبر ۵ ته، چې هر ځای وټاکل شي، د مذاکراتو لپاره حاضر شي. دا پرمختګ د سیاسي کړکېچ د کمېدو او د پارلماني اړیکو د بیا رغېدو په لور یو مهم ګام بلل کېږي.