تربت (ویب نیوز) د مکران ډویژن لپاره د هوايي سفر نوی باب پرانیستل شو او د پاکستان د خصوصي هوايي شرکت ساوت ایئرلاین لومړۍ الوتکه له کراچۍ څخه تربت ته ورسېده. د کیچ ډپټي کمشنر یاسر اقبال دشتي، ایس ایس پي کیچ کیپټن (ر) زوهیب محسن او نورو چارواکو د شرکت د ادارې استازو او مسافرو هرکلی وکړ. وروسته الوتکه له تربت څخه کوټې ته روانه شوه. د ساوت ایئرلاین چارواکو وویل چې د مکران او بلوچستان د خلکو د اوږدو ځمکنیو سفرونو او محدودو هوايي اسانتیاوو د ستونزو د هواري لپاره یې دغه خدمت پیل کړی او په راتلونکي کې به د اړتیا له مخې نورې الوتنې او نوي منزلونه هم ورزیات کړي. ډپټي کمشنر کیچ وویل چې د خصوصي هوايي خدمت پیل به د مکران خلکو ته غوره سفري اسانتیاوې برابرې کړي او د سیالۍ له امله به د خدمتونو کیفیت هم لوړ شي. د شرکت د بورډ غړي شاهد ګچکي وویل چې دا خدمت به د مکران اړیکې له کراچۍ، کوټې او د هېواد له نورو ښارونو سره لا پیاوړې کړي او د سوداګرۍ، پانګونې، ګرځندوی او تجارت د ودې سبب به شي.
