کوټه (ويب نيوز) د خيبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په ګلبهار حوېد سيمه کې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) او پوليسو په ګډو عملياتو کې پنځه تنه وسلوال وژل شوي دي. د سي ټي ډي وياند په وينا، د عملياتو پر مهال د ډزو په تبادله کې پنځه وسلوال ووژل شول، او له سيمې تښتېدلو کسانو د نيولو لپاره د لټون او تصفيې عمليات دوام لري. چارواکي وايي، له وژل شويو کسانو څخه وسلې او لاسي بمونه هم ترلاسه شوي، او د هغوی د پېژندنې او نورو پلټنو بهير روان دی. د کورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د يادو عملياتو بريا ستايلې او د خيبر پښتونخوا د پوليسو او سي ټي ډي ځواکونو زړورتيا او مسلکي وړتيا يې ستايلې ده، ويلي يې دي چې امنيتي ځواکونو د وسلوالو ناوړه موخې په مېړانه شنډې کړې.
