پاکستان ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

اوګرا به د پټروليمي توکو بيې هره ورځ ټاکي

اسلام‌آباد (۱۷ جولای ۲۰۲۶) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملک اعلان وکړ چې د وزيراعظم او وفاقي کابینې د پرېکړې له مخې به له دې وروسته اوګرا هره ورځ د نړيوال بازار د بدلونونو په رڼا کې د پټروليمي توکو بيې ټاکي او په خپله وېبپاڼه کې به يې خپروي. نوموړي وويل، په نړيوال بازار کې د تېلو د بيې هر ډول لوړوالی او ټيټوالی به د هېواد په کورنيو بيو کې هم منعکس کېږي، حکومت د پټروليم سکټور د ډي‌ريګولېشن پر لور ګامونه اخلي، د ناقانونه ګټې اخيستنې او زېرمه‌کولو پر ضد به سخت اقدامات کېږي، او د سيمې د روان کړکېچ له امله د نړيوال بازار د تېلو، په ځانګړي ډول د ډيزلو، د بيو زياتوالی پر پاکستان هم اغېز کوي.