پاکستان ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

د پټرولیم د بیو د ډي ریګولېشن تګلاره د پټرول پمپ مالکانو رد کړه.

اسلام‌آباد:. پاکستان پټرول پمپ ونرز ایسوسی ایشن د حکومت له لوري وړاندیز شوې د پټرولیم د بیو د ډي ریګولېشن تګلاره رد کړې او د هغې د بیاکتنې غوښتنه یې کړې ده. د ایسوسی ایشن مشر نعمان علي بټ ویلي، حکومت دې یو اړخیزې پرېکړې نه کوي، بلکې له ټولو اړوندو خواوو سره دې مشوره وکړي او د ستونزو بار دې پر پټرول پمپ مالکانو نه اچوي. هغه وویل، له او ایم سیز سره د بیو د ټاکلو تر مخه باید ټول سټېک هولډران په باور کې واخیستل شي، ځکه چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۵ زره پټرول پمپ مالکان پر نوې تګلارې سخت تحفظات لري. د هغه په وینا، دغه نوې تګلاره به د تېلو ټانکرونه، د لېږد رالېږد نظام او د پټرولیم د بیو د ټاکلو اوسنی میکانېزم اغېزمن کړي، نو حکومت دې له پراخې مشورې وروسته وروستۍ پرېکړه وکړي.