ډډيال، آزاد کشمير (۱۷ جولای ۲۰۲۶)د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري غوښتنه کړې چې د دفاع وزير خواجه آصف دې له وفاقي کابینې لېرې کړل شي او وزيراعظم شهباز شريف دې روښانه کړي چې د کشمير په اړه د دفاع وزير څرګندونې د حکومت رسمي تګلاره ده که نه. نوموړي وويل، د څو کسانو د تېروتنې سزا بايد ټول کشمير ته ور نه کړل شي، د ستونزو حل په خبرو اترو او سياسي بهير کې دی. هغه د اعتراضونو د پای ته رسولو لپاره د «حقيقت او پخلاینې کمېسيون» د جوړولو وړانديز هم وکړ او ويې ويل چې عام کشميريان بايد له ستونزو خلاص شي او د کشمير او ګلګت بلتستان د خلکو اساسي او ولسواک حقوق به خوندي ساتل کېږي.
