کوئټه (ویبسایټ) — د بلوچستان هایکورټ ډویژن بېنچ، چې مشري یې چیف جسټس محمد کامران خان ملاخېل او جسټس نجم الدین مېنګل کوله، د بلوچستان اسمبلۍ ودانۍ د نړولو خلاف د امان الله کنراني اېډوکېټ له خوا دائر شوې آئیني درخواست واورېد.د اورېدنې پر مهال د حکومت له خوا اېډووکېټ جنرل عدنان بشارت او اېډیشنل اېډووکېټ جنرل شېک بلوچ عدالت ته حاضر شول.سرکاري وکیلانو د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر او د وزیراعلی پرنسپل سېکرټري له لوري د ځواب جمع کولو لپاره له عدالت څخه د وخت غوښتنه وکړه.عدالت د حکومت غوښتنه ومنله او د تېرې اورېدنې پر مهال د مې په څلورمه نېټه جاري شوی حکمِ امتناع یې وغځاوه، او د مقدمې اورېدنه یې تر نامعلومې مودې وځنډوله.هایکورټ په خپلو څرګندونو کې واضحه هدایت وکړ چې د اسمبلۍ ودانۍ د نړولو اړوند ټېنډر باندې به هېڅ ډول کارروایي نه کېږي او دغه عمل به تر بل حکمه ځنډول شوی پاتې وي۔
