پاکستان ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

وزيراعظم شهباز شريف: د پټروليم مصنوعي کمښت جوړوونکو پر ضد دې سخته قانوني کارروایي وشي

کوټه (وېب نيوز): وزيراعظم شهباز شريف اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې چې د پټروليم مصنوعي کمښت رامنځته کوونکو پر ضد دې سخته قانوني کارروایي ترسره شي. نوموړي د سيمې د کړکېچ د هېواد پر اقتصاد د اغېزو د جاج اخيستنې غونډې مشري وکړه او ويې ويل چې د سيمې د اوسني وضعيت له امله بايد د هر ډول احتمالي ننګونې د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی موجود وي. هغه وويل چې د الله تعالی په فضل د هېواد اقتصاد باثباته دی، خو که سيمه ييزه کړکېچ نوره هم زياته شي، نو پر اقتصاد يې منفي اغېزې کېدای شي، له همدې امله دې د وخت له غوښتنو سره سم هر اړخيزه تګلاره جوړه شي. وزيراعظم د انرژۍ سپما او سپمايي کمپاین کې د ولس همکاري وستايله او زياته يې کړه چې حکومت د پر وخت اقداماتو له لارې د سون توکو رسد خوندي کړی او عامو خلکو، موټرسايکل چلوونکو، رکشه چلوونکو او ټرانسپورټرانو ته يې لازم ملاتړ برابر کړی دی. غونډې ته وويل شول چې د هېواد د اړتياوو مطابق د پټروليم کافي زېرمې موجودې دي او د راتلونکي لپاره يې هم رسد ډاډمن شوی دی۔