پاکستان ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

د زيارت سانحې وروسته ملي يووالی د هرکلي وړ دی، د پښتون اولس قومي جرګه به ژر په کوټه کې راوبلل شي، محمود خان اڅکزی

کوټه (وېب نيوز): د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، د تحريک تحفظ آيين پاکستان مشر او د قومي اسمبلۍ د مخالفې ډلې مشر محمود خان اڅکزي ويلي، د زيارت سانحې وروسته رامنځته شوی ملي يووالی د پښتون قوم لپاره يو مثبت پرمختګ دی. نوموړي وويل چې د ټولو سياسي ګوندونو، قبایلي مشرانو، علماوو او د بېلابېلو فکرونو د استازو په ګډه مشوره به ډېر ژر په کوټه کې د پښتون اولس قومي جرګه راوبلل شي، چې پکې به د قوم پر وړاندې د موجودو ستونزو، امنيتي حالاتو او راتلونکي تګلارې په اړه مهمې پرېکړې وشي. هغه زياته کړه چې په اوسنیو حالاتو کې ملي يووالی او ګډه مبارزه د وخت مهمه اړتیا ده او د پښتنو د حقونو، سولې او روښانه راتلونکي لپاره بايد ټول ځواکونه په يوه ګډه مورچه کې راټول شي.