اسلاماباد/کوټه(ویب نیوز): د بلوچستان د سياسي حالاتو او د حکومت د احتمالي بدلونونو په اړه د روانو اټکلونو ترمنځ، د نېشنل ګوند مشر او د بلوچستان پخواني وزيراعلیٰ ډاکټر عبدالمالک بلوچ په اسلاماباد کې خپلې سياسي ليدنې کتنې دوام ورکړی او د وزيراعظم شهباز شريف، مولانا فضل الرحمن او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وروسته يې له مرستيال وزيراعظم او بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار سره هم مهمه کتنه کړې ده. په دې غونډه کې د نېشنل ګوند پارلماني پلاوي او وفاقي چارواکو د بلوچستان پر سياسي، اقتصادي، پرمختيايي، امنيتي او ولسي ستونزو تفصيلي خبرې وکړې. اسحاق ډار وويل چې وفاقي حکومت د بلوچستان د پرمختګ، سوکالۍ او د خلکو د ستونزو د حل لپاره ژمن دی او د اساسي قانون په چوکاټ کې به د صوبې د پرمختيايي پروژو او ولسي هوساينې ملاتړ ته دوام ورکړي. ډاکټر عبدالمالک بلوچ ټينګار وکړ چې نېشنل ګوند د بلوچستان د تلپاتې سولې، سياسي ثبات او ولسي هوساينې لپاره له ټولو جمهوري سياسي ځواکونو سره ګډ کار ته چمتو دی او د صوبې ستونزې يوازې د سياسي خبرو اترو، جمهوري بهير او د ولس د باور د بيا رغولو له لارې حل کېدای شي. په غونډه کې وفاقي وزير رانا ثناءالله او د وزيراعظم ځانګړی سلاکار طارق باجوه هم ګډون درلود.:::
