کوټه (ویب نیوز): د سند صوبې د مټیاري ولسوالۍ د وهاب شاه سټېشن ترڅنګ د یوسف والا د سکرو بار وړونکي اورګاډي ۱۷ واګونونه له پټلۍ واوښتل، چې له امله یې د اپ او ډاون دواړه رېل پټلۍ تړل شوې دي. د کراچۍ د رېلوې چارواکو په وینا، د دې پېښې له کبله د هېواد د اورګاډو تګ راتګ شاوخوا ۲۴ ساعتونو پورې ځنډېدلی شي. قره قرم اېکسپرېس، علامه اقبال اېکسپرېس، پاکستان اېکسپرېس، تېزګام، ملت او فرید اېکسپرېس په بېلابېلو سټېشنونو کې درول شوي او سکهر اېکسپرېس هم لغوه شوې ده. د رېلوې چارواکي وايي چې د پټلۍ لویه برخه زیانمنه شوې، د مرستې اورګاډي د پېښې ځای ته استول شوي او هڅې روانې دي چې دواړه پټلۍ ژر تر ژره پاکې او د اورګاډو تګ راتګ بېرته بحال شي۔
