پاکستان ۲۱ جولائی ۲۰۲۶

د فیلډ مارشل عاصم منیر او د ایران د کورنیو چارو وزیر لیدنه، د سیمه‌ییز امنیت او سرحدي همکارۍ په اړه خبرې

کوټه (ویب نیوز) د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر او د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشل سید عاصم منیر په راولپنډۍ کې د پوځ په عمومي قرارګاه (جي اېچ کیو) کې د ایران د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مومني سره ولیدل. د آی اېس پي آر په وینا، په دې لیدنه کې د سیمې او دواړو هېوادونو د امنیتي وضعیت، د پولې د اغېزمن مدیریت او د ګډې همکارۍ پر پراختیا مفصلې خبرې وشوې. د ایران د کورنیو چارو وزیر په سیمه کې د کړکېچ د کمولو، د سولې د ټینګښت او ډیپلوماتیکو هڅو کې د پاکستان رول وستایه. دواړو لورو د نږدې اړیکو د دوام، د سیمه‌ییز امنیت د ساتنې او د ګډې سوکالۍ لپاره د همکارۍ د لا پیاوړتیا هوډ هم څرګند کړ.