کوټه (ویب نیوز) د آل پاکستان پټرول پمپونو اتحادیې له حکومت سره د مذاکراتو تر ناکامېدو وروسته اعلان کړی چې د سبا شپې څخه به د هېواد په کچه پټرول پمپونه وتړي. د اتحادیې عمومي سیکرټر نعمان بټ وویل، د پټرولیم وزیر او د پمپونو د مالکانو ترمنځ خبرې کومې پایلې ته ونه رسېدې او د پټرولیم محصولاتو د ورځني نرخ ټاکلو نوی حکومتي نظام د دوی لپاره د منلو وړ نه دی. هغه وویل، حکومت باید پر خپلې پالیسۍ بیا غور وکړي او د تېلو د بازار اړوند ټول شریکان له پرېکړې مخکې په اعتماد کې واخلي، ځکه چې د هېواد شاوخوا ۱۵ زره پټرول پمپ مالکان پر دې تګلارې سختې اندېښنې لري.
