پاکستان ۲۲ جولائی ۲۰۲۶

د پبلک اکاؤنټس کمېټې فرعي غونډه، د بې نظير انکم سپورټ پروګرام د آډټ اعتراضونو جاج واخيستل شو

اسلام‌آباد (وېب نيوز): د قومي اسمبلۍ د پبلک اکاؤنټس کمېټې فرعي غونډه د کنوينر معين عامر پيرزاده په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د بې نظير انکم سپورټ پروګرام د آډټ اعتراضونو جاج واخيستل شو. په غونډه کې د ۱۹ اربه او ۲۳ کروړه روپيو د مشکوکو ورکړو موضوع راپورته شوه. د آډټ چارواکو وويل، د قانون له مخې د ولسوالۍ يا صوبې نه بهر د مرستو ايستل اجازه نه لري، خو د ۳۹ ضلعو ورکړې د ملتان له يوې موبايل دوکان څخه ايستل شوې وې او د ارزول شويو مستحقينو له نيمايي څخه زيات کسان ونه موندل شول. کمېټې د اېف آی اې پر کړنو نيوکې وکړې او د پلټنو د چټکتيا غوښتنه يې وکړه. همدارنګه د دولتي کارکوونکو او تقاعد شويو کسانو له خوا د بې نظير پروګرام د مرستو اخيستو موضوع هم تر بحث لاندې راغله، او پرېکړه وشوه چې دا موضوع به تر راتلونکې غونډې پورې وځنډول شي.