پاکستان ۲۲ جولائی ۲۰۲۶

د اسلام آباد سیشن محکمې د بیرسټر ګوهر د مقدمې د درج غوښتنه رد کړه

کوټه (ویب نیوز): د اسلام آباد ډسټرکټ او سیشن محکمې د پاکستان تحریک انصاف د مشر بیرسټر ګوهر علي خان هغه غوښتنه رد کړه چې پکې یې د نومبر د ۲۶مې د احتجاج په تړاو د وزیراعظم شهباز شریف، وفاقي وزیرانو او نورو چارواکو پر ضد د مقدمې د درج کولو غوښتنه کړې وه. اضافي سیشن قاضي افضل مجوکه په خپل ۱۷ مخیز لیکلي پرېکړه کې ویلي چې له څو فرصتونو سره سره غوښتونکي د عیني شاهد په توګه خپل بیان ثبت نه کړ، نه یې کوم شاهد وړاندې کړ او نه یې د منلو وړ شواهد محکمې ته وسپارل. په پرېکړه کې ویل شوي چې د وژل شویو او ټپیانو د ادعاوو په ملاتړ نه د پوسټ مارټم راپورونه، نه د مړینې سندونه، نه طبي اسناد، نه ډیجیټل ویډیوګانې او نه هم نور لومړني شواهد وړاندې شوي، له همدې امله یوازې د شفاهي تورونو پر بنسټ د وزیراعظم، وفاقي وزیرانو او پولیسو د چارواکو پر ضد قانوني اقدام نه شي کېدای.