پاکستان ۲۲ جولائی ۲۰۲۶

وزیراعظم: عصري ټکنالوژي به د اقتصاد، امنیت او پرمختګ بنسټ پیاوړی کړي

کوټه (ویب نیوز): وزیراعظم شهباز شریف د انډس راس ایکسپو غونډې ته په وینا کې وویل، عصري ټکنالوژي، روبوټکس، ډرونونه، خپلواک سیسټمونه او سایبري امنیت به د پاکستان د اقتصاد، امنیت او پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي. نوموړي وویل، پاکستان د نوې ټکنالوژۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او په کور دننه د ډرونونو په تولید کې یې هم مهمې لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي. وزیراعظم زیاته کړه، پاکستان به د خپلې خپلواکۍ د دفاع لپاره عصري ټکنالوژي کاروي او د خپلواک سیسټمونو لپاره به روښانه قانوني او اخلاقي چوکاټ جوړ کړي. هغه وویل، د ټکنالوژۍ ګټې به یوازې تر لویو ښارونو محدودې نه وي، بلکې بزګران، کوچني کاروبارونه، ښځې او ځوانان به هم ترې برخمن شي. په دې موقع وزیراعظم د «سپارک اینډ ایلیویټ» پروګرام د پیل اعلان هم وکړ.