کوټه (ویب نیوز): د پاکستان حکومت د جولای ۲۳مې لپاره د پټرولو او ډیزلو په بیو کې یو ځل بیا زیاتوالی اعلان کړی دی. د نوې خبرپاڼې له مخې د پټرولو بیه په هر لیټر کې ۶ روپۍ او ۳۹ پیسې او د ډیزلو بیه ۷ روپۍ او ۸۳ پیسې لوړه شوې ده. له دې وروسته د پټرولو نوې بیه ۳۲۷ روپۍ او ۱۲ پیسې او د ډیزلو نوې بیه ۳۷۵ روپۍ او ۴ پیسې فی لیټر ټاکل شوې ده. چارواکي وایي چې نوې بیې به د جولای له ۲۳مې نافذې وي، او اوګرا به د ورځني نظام له مخې د پټرولیمي توکو بیې اعلانوي، په داسې حال کې چې د شنبې او یکشنبې په ورځو کې به پخوانۍ بیې پر ځای پاتې وي.
