پاکستان ۲۴ جولائی ۲۰۲۶

هند په ترهګرۍ کې ککړ، د افغانستان سرپرست حکومت د ترهګرو په مخنیوي کې پاتې راغلې .وزیراعظم

کوټه(نوې ژوند ویب نیوز))وزیراعظم شهباز شریف د بلوچستان نېشنل ورکشاپ ګډونوالو ته په وینا کې وویل، په پاکستان کې د ترهګرۍ تر شا د هند لاس څرګند دی او د افغانستان سرپرست حکومت نه دی توانېدلی چې خپله خاوره د ترهګرو له کارولو څخه وژغوري. هغه وویل، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ۹۰ زره قربانۍ ورکړي، د مستونګ د سېشن جج وژنه د ترهګرۍ وروستۍ بېلګه ده، د بلوچستان د خلکو قربانۍ به بې‌ځایه نه ځي، د کراچۍ ـ چمن دوه رویه لویه لاره تر جوړېدو لاندې ده او حکومت ژمن دی چې ټولو صوبو ته به د هغوی قانوني او آئيني حقونه ورکړي.