کوټه(نوې ژوند وېب نيوز) د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي لیفټیننټ جنرال عامر رضا ته د فور سټار جنرال رتبې ته د ترفیع او د نېشنل سټراټېجک کمانډ د قوماندان په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه. هغه وویل چې دا ترفیع د جنرال عامر رضا د مسلکي وړتیا، غوره رهبرۍ او د هېواد د دفاع لپاره د ارزښتناکو خدمتونو اعتراف دی. نوموړي هیله څرګنده کړه چې د جنرال عامر رضا په مشرۍ به د پاکستان ستراتېژیک دفاعي وړتیاوې لا پیاوړې شي او هغه به خپلې نوې دندې په بریالیتوب او امانتدارۍ ترسره کړي.
