چاغي(نوې ژوند وېب نيوز) اېف سي بلوچستان (ساوتھ) په دالبندين او ماشکيل سيمو کې د ناکه بندۍ پر مهال د انسان قاچاق يوه بله هڅه شنډه کړه او ۷۱ ناقانونه افغان وګړي يې ونيول. د امنيتي چارواکو په وينا، يو شمېر افغانان د اقتصادي او ټولنيزو ستونزو له امله د انسان قاچاقبرو په دوکه پاکستان ته راځي او له دې لارې ايران، ترکيې او اروپايي هېوادونو ته د ناقانونه تګ هڅه کوي. اېف سي ويلي چې د سرحدي سيمو د امنيت، د انسان قاچاق د مخنيوي او ناقانونه تګ راتګ پر ضد به بېتوپيره عمليات دوام ولري، او نيول شوي کسان د نورو قانوني اقداماتو لپاره پوليسو ته سپارل شوي دي.
