کوټه(نوې ژوند وېب نيوز) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي د شهيد ډسټرکټ او سېشن جج عبدالحکيم کاکړ کور ته ورغی، د هغه له کورنۍ سره يې غمرازي او فاتحه وکړه او د شهيد له ماشومانو او نورو خپلوانو سره يې وکتل. نوموړي وويل، د بلوچستان حکومت به د شهيدانو کورنۍ هېڅکله يوازې پرېنږدي او د عبدالحکيم کاکړ د ماشومانو د تعليم او پالنې ټول لګښتونه به پر غاړه واخلي. وزيراعلیٰ زياته کړه چې د قانون د حاکميت لپاره د شهيد قرباني به تل په درناوي ياده وي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به دوام ولري. نوموړي د سيمهييز روغتون هم ليدنه وکړه او د بريد پر مهال ټپي شوي ايډيشنل سېشن جج طارق لاشاري پوښتنه يې وکړه او د هغه د ژر روغتيا دعا يې وکړه.
