کوټه(نوې ژوند وېب نيوز) د جمعيت علمای اسلام ضلع کوټې مشر مولانا عبدالرحمن رفيق او نورو مشرانو د وفاقي حکومت له لوري د پټروليم توکو د بيې ټاکلو پر نوي وړانديز شوي نظام سختې نيوکې وکړې. دوی وويل چې دغه پرېکړه به د ګرانۍ نوې څپه رامنځته کړي، د ټرانسپورټ کرايې او د خوراکي او ورځنيو اړتياوو د توکو بيې به لوړې کړي او عام خلک، مزدوران، بزګران، سوداګر او تنخواهدار قشر به له لا ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي. د ګوند مشرانو له حکومته وغوښتل چې دغه تګلاره بېرته واخلي او د ګرانۍ د مخنيوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
