کوټه(نوې ژوند وېب نيوز) د بلوچستان د ټرانسپورټرانو مشرانو، میر حاجي حکمت لهړي، میر حاجي دولت خان لهړي، حاجي حبیب الله بادیزي، میر اکبر لهړي او نورو د السیف شرکت پر مسافر وړونکي بس د وروستي برید، چې پکې څلور مسافر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي، سخته غندنه کړې ده. دوی په ګډه اعلامیه کې ویلي چې پر بېګناه مسافرو برید د انسانیت پر ضد ستر جرم دی او د ملي لویو لارو پر سر د خلکو د سر او مال ساتنه د دولت اساسي مسؤلیت دی. هغوی له حکومت او امنیتي ادارو وغوښتل چې د برید عاملین ژر تر ژره ونیسي او د قانون له مخې سزا ورکړي، همدارنګه دې پر ملي شاهراهګانو امنیتي تدابیر نور هم پیاوړي کړي، څو خلک په ډاډه زړه سفر وکړای شي.
