کوټه(نوې ژوند وېب نيوز) د سنټرل پولیس دفتر د اعلامیې له مخې، عبدالسلام کاکړ د ښار او صدر ډویژن د تحقیقاتو ایس پي په توګه ټاکل شوی، سید نصیرالحسن شاه د کینټ له ایس ډي پي او څخه د کوټې د ایس پي هیډکوارټر په توګه مقرر شوی، اطهر رشید د ښار او صدر ډویژن له تحقیقاتو څخه د سریاب او قائدآباد ډویژن د تحقیقاتو ایس پي ته لېږدول شوی، او محمد مختیار خان چې مخکې د کرایم برانچ ډي ایس پي و، د کوټې د کینټ سرکل د ایس ډي پي او په توګه ټاکل شوی دی.
