کوټه(نوې ژوند وېب نيوز) د افغان قومي موومنټ مشر احمد خان د مستونګ په پېښه کې د سېشن جج عبدالحکيم کاکړ او د هغه د ساتونکي وژنه وغندله او ويې ويل، که يو لوړپوړی دولتي چارواکی هم خوندي نه وي، نو دا د امنيتي وضعيت د خرابوالي څرګندونه کوي. نوموړي په خپل بيان کې وويل چې د قانون د واکمنۍ د کمزورۍ له امله نه قاضيان خوندي دي او نه عام خلک، او حکومت بايد د امنيت د ټينګښت لپاره اغېزمن اقدامات وکړي. هغه زياته کړه چې د کوټې او کراچۍ ترمنځ سفر د خلکو لپاره د اندېښنې وړ ګرځېدلی او د جرمونو، هدفي وژنو، اختطاف او غلاوو د مخنيوي لپاره جدي ګامونو ته اړتيا ده. احمد خان د عبدالحکيم کاکړ وژنه ستره ضايعه وبلله، شهيد ته يې د درناوي پېرزوينې وړاندې کړې او د هغه د کورنۍ لپاره يې د زغم دعا وکړه.
