کوټه (سید سردار محمد خوندئی) د امنیتي سرچینو له مخې د بلوچستان په خدکوچه سیمه کې د عزم استحکام عملیات په بریالیتوب سره روان دي.
امنیتي سرچینو ویلي چې د کراچۍ نوشکي پر لویه لار د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو لخوا د یو عام پل د چاودنې له لارې د الوځولو خطرناکه پلان ناکامه کړای دی
د سرچینو په وینا، په کھڈکوچہ کې د ترسره شوي عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ ترهګر وژل شوي، ۱۸ ټپیان شوي او ۸ همکاران یې نیول شوي دي. د عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو دوه مهم پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
د عملیاتو په ترڅ کې په زیاته اندازه وسلې، مهمات او نور نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي. امنیتي سرچینې وايي چې د ترهګرو او د هغوی د همکارانو پر ضد بې توپیره عملیات به د ترهګرۍ تر بشپړ ختمیدو او په بلوچستان کې د سولې تر ټینګیدو پورې دوام وکړي.
بل لور ته د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي د بریالۍ کاروایۍ له امله پر امنیتي ځواکونو ستاینلیک وړاندې کړ او ویې ویل چې دا ترهګر د هیڅ ډول رحم مستحق نه دي.



