تازه خبرونه ۲۵ جولائی ۲۰۲۶

د یمن کړکېچ پوځي حل نه لري، پر ایران تور لګول ناسم دي: عباس عراقچي

تہران【ویب نیوز)د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې د یمن روان کړکېچ، د باب المندب وضعیت او د سیمې نورې شخړې پوځي حل نه لري. نوموړي د ایران ډیلي ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې د یمن اوسنی وضعیت له ایران سره تړل سم کار نه دی، ځکه د باب المندب د پېښو ریښې د یمن، سعودي عرب او د سیمې د نورو هېوادونو ترمنځ په کلونو کلونو روانو اختلافونو او شخړو کې پرتې دي، او د دې بحران د هواري لپاره سیاسي خبرې اترې او ډیپلوماتیکې هلې ځلې تر ټولو اغېزمنه لار ده.