یمن【ویب نیوز】حوثي ډلې ادعا کړې چې د سعودي عرب د جازان ښار یې په توغندي ویشتلی او له امله یې اور لګېدلی دی. د حوثیانو په وینا دغه برید د سعودي هوايي حملو په غبرګون کې شوی او که بریدونه دوام وکړي، نو نور ځوابي اقدامات به هم ترسره کړي. بل لور ته سعودي رسنیو د برید پخلی نه دی کړی، خو په جازان او ینبع کې د ملي خبرداري له لارې د احتمالي خطر اعلان شوی و. سعودي ملکي دفاع وروسته وویل چې په دواړو سیمو کې خطر پای ته رسېدلی او له خلکو یې وغوښتل چې د امنیتي لارښوونو پابندي وکړي. تر دې وړاندې د سعودي پوځي ائتلاف ویلي وو چې د یمن د الحدیده ولایت کې یې د حوثیانو پوځي مرکزونه په نښه کړي دي او دغه عملیات یې په سره سمندر کې د سوداګریزو بېړیو د امنیت لپاره بللي دي، په داسې حال کې چې حوثیانو د جولای په شلمه د سعودي پر ضد د سمندري محاصرې اعلان کړی او ادعا یې کړې وه چې د سعودي د تېلو وړونکې بېړۍ یې په ډرونونو او توغندیو هم په نښه کړې دي، چې له امله یې په سیمه کې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو اندېښنې پیدا شوې دي۔
