پاکستان ۲۶ جولائی ۲۰۲۶

په جنوبي وزیرستان کې ځانمرګی برید ناکام، ۴ ترهګر ووژل شول۔

راولپنډۍ (ویب سائٹ نیوز)امنيتي ځواکونو په جنوبي وزیرستان کې د ترهګرو ځانمرګی برید شنډ کړی او د ځانمرګي بریدګر په ګډون یې ۴ ترهګر وژلي دي. د پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي، ترهګرو غوښتل له چاودېدونکو توکو ډک موټر د امنیتي پوستې دفاعي کمربند ته ورسوي، خو ځواکونو پر وخت اقدام وکړ او موټر یې د پوستې له حدودو بهر له منځه یووړ. وروسته د تصفیوي عملیاتو پر مهال ۳ نور ترهګر هم ووژل شول. د آی اېس پي آر په وینا، په عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته هېڅ ځاني زیان نه دی اوښتی او په سیمه کې د نورو احتمالي ترهګرو د موجودیت له امله د لټون او تصفیې عملیات لا هم روان دي.