اسلام آباد (ویب نیوز)د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف له اعلان وروسته ۱۰ برېښنايي بسونه له اسلامآباد څخه آزاد کشمیر ته رسول شوي دي. د دغو بسونو د ورکولو اعلان نواز شریف په مظفرآباد کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال کړی و. د چارواکو په وینا، دا عصري برېښنايي بسونه د پنجاب اعلیٰ وزیرې مریم نواز له خوا د آزاد کشمیر حکومت ته سپارل شوي، چې موخه یې خلکو ته عصري، هوسا او چاپېریال ته دوستانه ترانسپورتي اسانتیاوې برابرول او د عامه ترانسپورټ نظام لا پیاوړی کول دي.
