کوټه(ویب نیوز)د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د قرغزستان په کوربهتوب د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پر مهال له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ایران د خپلواکۍ، ملي امنیت او د سیمې د ثبات د ملاتړ ژمنه تازه کړه. وانګ يي د منځني ختیځ د زیاتېدونکي کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د اسلامآباد د تفاهم یادداشت د سیمې د سولې او ثبات لپاره مهم پرمختګ دی او باید د خبرو اترو بهیر ژر تر ژره بېرته پیل شي. هغه زیاته کړه چې چین به د پاکستان او نورو هېوادونو د منځګړیتوب له هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي او د هرمز تنګي د ستونزې په هواري کې به هم خپل رغنده رول ولوبوي. په دې لیدنه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ادعا وکړه چې امریکا د اسلامآباد د تفاهم یادداشت له مخې د اوربند تړون مات کړی، د ایران پر مهمو زېربناوو یې بریدونه کړي او جنګي جرمونه یې ترسره کړي، خو ایران لا هم د خبرو اترو پلوی دی او په سیمه کې د لا زیات تاوتریخوالي غوښتونکی نه دی. هغه ټینګار وکړ چې د اوسني حساس وضعیت په رڼا کې باید د ایران او چین ترمنځ همغږي او همکاري لا پیاوړې شي.
