تازه خبرونه ۲۶ جولائی ۲۰۲۶

راهول ګاندي: زده کوونکي دې خپل اساسي غوښتنې هېرې نه کړي

کوټه(ویب نیوز) د هند په پارلمان کې د اپوزېسیون مشر او د کانګرس ګوند مخکښ راهول ګاندي ویلي چې زده کوونکي باید خپلې دوه اساسي غوښتنې هېڅکله هېرې نه کړي. نوموړي د کاکروچ جنتا پارټۍ له لوري د احتجاج د پای ته رسولو له اعلان وروسته وویل، لومړۍ غوښتنه دا ده چې پر زده کوونکو د بریدونو، تاوتریخوالي او د هغوی د ځورونې مسؤل کسان دې قانوني حساب ورکولو ته وړاندې شي، او دوهمه غوښتنه دا ده چې د دې نظام اصلي مسؤل لومړی وزیر نریندر مودي دې د هند له زده کوونکو بښنه وغواړي. راهول ګاندي زیاته کړه چې د هند تعلیمي نظام له دننه کمزوری شوی او دی نه ګڼي چې حکومت به خپلې ژمنې عملي کړي، خو راتلونکې وضعیت به وکتل شي.