مقامی ۲۶ جولائی ۲۰۲۶

پښتونخوا ملي عوامي ګوند: په کوټه کې د اوبو کړکېچ دې ژر حل شي

کوټه(ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبايي سینیئر مرستیال او د کوټې ضلعي سیکرټري سید شراف آغا ویلي، چې په کوټه ښار کې د اوبو سخت بحران او د واټر ټینکرونو اعتصاب د خلکو ستونزې څو برابره زیاتې کړې دي، په داسې حال کې چې واسا اداره له وړاندې د پاکو څښاک اوبو په برابرولو کې پاتې راغلې ده. هغه وویل چې د ښار میلیونونه اوسېدونکي د اوبو یوې څاڅکي ته محتاج دي، خو حکومت او ضلعي اداره چوپه پاتې ده. د بیان له مخې څو ورځې وړاندې د اوبو یو ټینکر په ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ روپیو ترلاسه کېده، خو اوس د مصنوعي کمښت له امله تر ۷۰۰۰ روپیو پلورل کېږي چې بې وزله او منځنۍ طبقه یې له سختو ستونزو سره مخ کړې ده. نوموړي وویل چې دولتي چارواکي او بااثره کسان له سرکاري سکیمونو اوبه ترلاسه کوي، خو عام خلک د اوبو لپاره سرګردانه دي. هغه د واټر ټینکر مالکانو له لوري د خلکو د اوبو بندول وغندل او غوښتنه یې وکړه چې که غوښتنې یې قانوني وي، حکومت دې ژر تر ژره د خبرو له لارې ستونزه حل کړي، او حکومت، د کوټې کمشنر، ډپټي کمشنر او واسا دې بېړني اقدامات وکړي څو ښاریانو ته د پاکو څښاک اوبو رسونه یقیني شي.