مقامی ۲۶ جولائی ۲۰۲۶

د عوامي نېشنل ګوند د ۴۰مې کلیزې په مناسبت د لمانځنې اعلان.

کوټه(ویب نیوز)د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبايي جنرل سیکرټري مابت کاکا د ګوند د ۴۰مې کلیزې په مناسبت ټولو غړو او خواخوږو ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې عوامي نېشنل ګوند د ۱۱۶ کلنې ملي، ولسي، سیاسي او جمهوري مبارزې وارث دی، چې بنسټ یې د باچاخان د غورځنګ، انجمن اصلاح افغانه، خدایي خدمتګار تحریک او د رهبر ملي خان عبدالولي خان له مبارزې سره تړلی دی. نوموړي وویل، ګوند د خپلې مبارزې په اوږدو کې سترې قربانۍ ورکړې، ګڼ شمېر مشران او غړي یې شهیدان شوي، زندانونه، جلاوطني او سختۍ یې زغملي دي، او د پښتونخوا ملي هویت، د فاټا ورګډېدل، د باچاخان هوايي ډګر، اتلسم اساسي قانوني تعدیل او د این ایف سي ایوارډ په څېر مهمو ملي موخو په ترلاسه کولو کې یې مهم رول لوبولی دی. مابت کاکا ادعا وکړه چې په ۲۰۱۳، ۲۰۱۸ او ۲۰۲۴ ټاکنو کې د درغلیو له لارې ګوند له پارلمان څخه بهر ساتل شوی، خو د ګوند منظم او فعال تنظیم یې تر ټولو ستر قوت دی. هغه اعلان وکړ چې د جولای په ۲۶مه به د هېواد او بهرنیو هېوادونو په څېر په ټول بلوچستان کې د باچاخان په مرکزونو، د ګوند په دفترونو، کورونو، حجرو او موټرو باندې سره بیرغونه رپول کېږي او ټولې ضلعي تنظیمونه، غړي او مسؤلین به د کلیزې په مراسمو کې فعاله ګډون وکړي.