اسلامآباد (ویب نیوز) د تېلو په صنعت کې د مالیې د تېښتې یو بل لوی سکینډل مخې ته راغلی دی. د اسنادو له مخې یوې خصوصي کمپنۍ له ګمرکي بانډډ ګودام څخه په پټه د میلیاردونو روپیو په ارزښت پټرول انتقال کړي دي. د راپور له مخې، یادې کمپنۍ د درې وارداتي جوپو له لارې ۱۸ زره او ۴۸ مټریک ټنه پټرول وارد کړي وو، خو د فزیکي پلټنې پر مهال په ګودام کې یوازې ۹ زره او ۶۹۹ مټریک ټنه موجود وو، په داسې حال کې چې ۸ زره او ۳۴۸ مټریک ټنه پټرول ورک موندل شوي دي. ویل کېږي چې د دې مبینه بېضابطګۍ له امله ملي خزانې ته د ګمرکي محصول، مالیاتو او لیوي په برخه کې له یو میلیارد او ۲۵ کروړو روپیو څخه زیات زیان اوښتی دی. ایف بي آر او د ګمرک چارواکو د پېښې پلټنې پیل کړې او د اړوندو ادارو ریکارډ هم غوښتل شوی دی.
