پاکستان ۲۶ جولائی ۲۰۲۶

سترې محکمې د نیب قضیو د اپیل او ضمانت فورم وفاقي اساسي محکمه وټاکه

اسلام‌آباد(ویب نیوز)د پاکستان سترې محکمې درې کسیز بنچ پرېکړه کړې چې د نیب د قضیو دوهمې اپیلونه او ورسره تړلې د ضمانت غوښتنې به د وفاقي اساسي محکمې له خوا اورېدل کېږي. محکمې په خپل ۳۰ مخیزه پرېکړه کې ویلي چې د ضمانت غوښتنه له اصلي قضیې بېله نه ده، بلکې د هماغې قضیې برخه ده، نو ځکه باید اصلي اپیل او ټولې اړوندې قانوني چارې په یوه فورم کې ترسره شي، څو د متضادو پرېکړو او موازي قانوني بهیر مخه ونیول شي. سترې محکمې ټینګار کړی چې د محکمې د واک ټاکنه یوازې د اساسي قانون او قانون له مخې کېږي، نه د اړخونو د خوښې، رضایت یا پخواني دود له مخې.